ذبیح الله مجاهد د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اختلاف خبره رد کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو خبره رد کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د کب ۲۵مه په یوه غږیز پیغام کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان هیواد ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته.

 هغه د هېوادونو تر منځ د ملحوظاتو شتون یوه طبیعي خبره وبلله او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اړیکې په ښه حالت کې دي.  مجاهد زياته کړه: افغانستان او ازبکستان ډېر مشترکات لري او ازبکستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

 د ایرنا د راپور له مخې، په دې وروستیو کې یوې څېړنیزې ادارې راپور ورکړی چې د افغانستان او ازبکستان اړیکې اوس ترینګلې دي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .